د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي کونړ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد " احمدي " په مشرۍ پلاوي کونړ ته د سفر پرمهال د نوموړي ولایت له زندانه لیدنه وکړله او له مسوولینو او پرسونل سره يې د ياد زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث وکړ.
په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی د خوړو(اعاشې) اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه کړې ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ سره یاده موضوع شریکوي، څو په مرکز کې ورته حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت