د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو او نظامي مدیرانو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه سمینار پیل شو

دغه سمینار چې د نوموړې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له خوا د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو او نظامي مدیرانو ته پیل شوی د (۱۵) ورځو په موده کې به د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې لپاره مهارتونه او پوهاوی ورکړل شي.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست
او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې چې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" مرکزي او ولایتي رئیسانو، امیرینو او نظامي مدیرانو شتون درلود ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړله: « موږ هر یو دا مسوولیت لرو څو خپلې چارې په غور او دقت سره سرته ورسوو او دا چې هېواد مو د سولې او امنیت یو بیلګه ګرځیدلې نو زندانیانو ته باید داسې غوره چوپړتیاوې رامنځ ته کړو څو خپل زندانونه هم په نړۍ کې د اصلاح یوه بیلګه و ګرځوو.
داراز، محترم قاري همدرد په خپلو خبرو کې وويل؛ زموږ او ستاسو په لاسونو کې د ټولنې هغه وګړي چې د یوې غلطۍ او یا د یوه جرم له مخې زنداني شوي دي، نو لازمه ده څو له زندانونو څخه د نفرت او وحشت احساس له منځه یوسو او داسې یو چاپېریال رامنځ ته کړو څو زندانیان داسې احساس ونه کړي چې دی یو زنداني دی نو موږ باید د هغوی د ازادۍ د سلبیدلو سربېره ټول حقوق ورته ورکړو».
همداراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د سمینار ګډونوالو ته وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې هڅه دا ده څو خپلو ملکي او نظامي مسوولینو ته په ښه ډول روزنه ورکړي چې وکولای شي خپل مسوولیتونه په ښه ډول درک او زندانیانو ته د اصلاح زمینه برابره کړي.
دغه راز، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد د سمینار ګډونوالو ته زیاته کړله چې هېڅ انسان کامل نه دی، د اداري چارو په مخ وړلو کې موږ ټولو ته د دیني، عصري، مسلکي او اداري پوهې ته اړتیا دی ترڅو خپلې دندې د شرعي احکامو او د ښې حکومتوالۍ د اصولو سره سم ترسره کړو.
همدغه راز، محترم قاري ګلزاد د زندانونو یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړله چې د اشخاصو په ګمارنه او دندو سپارلو کې باید متعهد، رېښتتنې، لوستي، مسلکي او کار پوه کسان وټاکل شي څوعدالت پلی او چارې په روڼه توګه مخ ته لاړې شي.
په ورته وخت کې، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري دا ډول سمینارونه د زندانونو د ادارې کیفیت او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره خورا مهم یاد کړل او زیاته یې کړله چې لازمه ده څو د خپلو دندو په وړاندې مسوولیت مننوکي اوسو او راسپارل شوي مسوولیتوونه د بشپړې پوهې او اړینو اصولو په مراعتولو سره ترسره کړو.
هېره دې نه وي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د هېواد د زندانونو مسوولینو ته د ښوونيزو او روزنیزو سمینارونو او نورو ګټورو پروګرامونو لړۍ دوام لري.
شعبان المعظم ۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت