د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو مسوولینو لپاره د پلان جوړولو اړوند یو ورځینی ښوونیز سمینار ترسره شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۳۹
سیمینار

د یاد سمینار په ترڅ کې، د ادارې د مرکزي ریاستونو رئیسانو، امرینو او استازو ته د یو واحد فارمټ پر بنسټ د کلني پلان جوړولو، د هغې د موخو، ارزښت او بېلابېلو مربوطه مسایلو په هکله ګټور معلومات او پوهاوی ورکړل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو د پرانیستې وینا پرمهال په داسې حال کې، چې د دې برنامې جوړونکي او د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاري قل "ادیب" او د ادارې د یو شمېر مرکزي ریاستونو او نظامي برخو رئیسانو، امرینو او استازو ګډون درلود وویل، د چارو د ښه پرمخ وړلو په پار پلان جوړول مهم ځای لري نو لازمه ده چې د سمینار ټول ګډونوال باید د پلان جوړولو اړوند معلوماتو او پوهاي ته ښه ځیر او له مخې یې د خپل ریاست کلنی پلان ترتیب کړي.

داراز، نوموړي زیاته کړله: « پلان د یوې ادارې د ملا د تیر حیثیت لري نو غوره پلان هغه دی چې د دارې د امکاناتو په نظر کې نیولو سره جوړ او په غوره توګه عملي شي. 

همدا راز، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم ادیب د سیمینار ګډونوالو ته د تېر کال د کاري پلان په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړله چې د راتلونکې (۱۴۰۴ه ق) کال لپاره به د ادارې د تجربه لرونکو ښوونکو له لوري د جوړ شوي فارمټ په اړه ښوونه درکول شي څو ترې ښه ګټه پورته او غوره کاري پلان جوړکړئ.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د پلان جوړولو په هکله د دې یو ورځيني ښوونېز سمینار ګډونولو هم د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، دوی به په دې سمینار کې ترلاسه کړو معلوماتو او پوهاوي پرمټ وکولی شي خپل کلنی پلان په ښه او مناسبه توګه ترتیب او جوړ کړي.

 

شعبان المعظم۲۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS