د پروان ولایت له زندانه د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال لیدنه

تېره ورځ د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ یو پلاوی پروان ته په سفر ولاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
داراز، پلاوي د دغه زندان له زندانیانو سره هم ولیدل هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې چې د پلاوي له لورې ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو لیدنه وکړي، وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
رمضان المبارک ۲/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت