د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۶
لغمان

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د کتنې په ترڅ کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په ورته مهال، د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان د زندان پرسونل او  له زندانیانو سره ولیدل او  هغوی د یاد  زندان د مسوولینو له خوا د دوی د امنیت د خوندیتوب په موخه له هڅو د مننې ترڅنګ، د خپلو جرمي دوسیو پروخت څېړلو او د برخلیک روښانه کولو په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي مشر ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي یې د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ بولو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل هڅه کوي، څو د مرکز او ولایتونو له زندانونو او بندیانو لیدنه وکړي، د امنیتي او نورو برخو وضعیت یې وارزوي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

 

رمضان المبارک ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

BACK TO NEWS