(۱۹۹) تنه افغان زندانیان له ایرانه افغانستان ته راولېږدول شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۲۳
انتقال

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د خپلو نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په دوام، داځل نیمروز ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران اسلامي جمهوریت سره د افغان بندیانو د لېږد په هکله د هوکړې پر بنسټ، په داسې حال کې چې د نېمروز ولایت سمیه ییزو  مسوولینو هم شتون درلود، (۱۹۹) تنه افغان زندانیان چې د بیلابیلو جرمونو په تور په دغه هېواد کې زندانیان وو، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو ته وسپارل شول.

داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري وویل: « د ایران اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو په پایله کې (۱۹۹) تنه زندانیان چې په دې هېواد کې د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي وو، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې د ا.ا.ا. ته سپارل شول.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس زیاته کړله چې هېواد ته د زندانیانو د لیږد بهیر په دوام (۱۹۹) افغان زندانیان د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې ته وسپارل شول.

محترم مولوي محمد یوسف مستري زیاتوي د نوموړو زندانیانو له ډلې هر یو به خپلو ولایتونو ته انتقالېږي او د حبس ټاکل شوې موده به هلته تېروي او له هغه وروسته به خپلو کورنیو ته سپارل کېږي چې په دې موده کې د یادې ادارې له لوري ورته د ژوندانه ټولې اسانتیاوې، د دیني عصري او حرفوي زده کړې او نورې چوپړتیاوې برابرې شوي.

د یادولو وړ ده چې او  تر دې دمخه هم  د ایران اسلامي جمهوریت څخه ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې ته یو شمېر زندانیان سپارل شوي و، چې د دې ادارې له لوري ورته د ژوندان ټول خدمتونه او د مناسب چاپېریال برابر شوی وو.

 

شوال المکرم ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت        

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

ولایتي خبر: (سرپل) د سرپل ولایت له زندان سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د نوموړي ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې (۱۰۰) تنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

BACK TO NEWS