د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې داخلي تفتیش، د دعوت او ارشاد، د ښوونې او بیا روزنې، د ولایتونو سره د اړیکو او د تدارکاتو ریاستونو چارې وارزولې

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۵
پالیسی

د دغې ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاه"، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" او یو شمير نورو مسوولینو یي هم ملتیا کوله د زندانونو چارو د سمون ادارې د داخلي تفتیش، دعوت او ارشاد، ښوونې او بیا روزنې، د ولایتونو سره د اړیکو او تدارکاتو ریاستونو مسوولینو او کارکوونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو، لاسته راوړنو، ستونزو او غوښتنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې، پلاوي د دې ارزونې په ترڅ کې د یادو ریاستونو اداري شعباتو څخه هم لیدنه وکړله او د کارکوونکو له منظم کاري پلان څخه یې خوښي څرګنده کړله.

داراز، هر یو د ښوونې او بیا رزونې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د عوت  او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي، د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح فاتح او د تدارکاتو رئیس محترم میر محمد مجدود چکري په خپل وار  د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په ورتګ خوښي څرګنده او ژمن یې وکړله چې پر وخت سره به د اصولو او تقنیني اسنادو سره سم چارې او ورسپارل شوي مسوولیتونه به په ښه توګه مخ ته وړي.

دغه راز، د د پالېسۍ او مسلکي  چارو مرستیال محترم الحاج طارق په وينا، د ادارې د اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د اصولو مطابق د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د کارکونکو ستونزو او وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

 

شوال المکرم ۲۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، زابل، خوست) د بامیان ولایت په زندان کې ښځینه محبوسینو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ شاپ پرانېستل شو

د بامیان ولایت په ښځینه زندان کې د ښځینه محبوسینو د اصلاح، روزنې او ځان بسیاینې په موخه د خیاطۍ او ګلدوزۍ نوی شاپ پرانېستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې پر مهال د زندان رئیس مولوي عبدالرحیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، کندز) د غزني ولايت په زندان کې د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" وايي، د دې پروګرام اساسي موخه ښځینه زندانیانو ته مسلکي مهارتونو زده کړه ده، څو هغوی وکولای شي له ازادېدو وروسته په ټولنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي. . .

BACK TO NEWS