د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره له پخلنځي څخه ليدنه وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۹:۴۵
رییس ارکان

د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ یوه پلاوي د دې ادارې له بېلابېلو برخو څخه د ارزونې په ترڅ کې دا ځل د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي زندان، توقیفخونې او د ادارې د پرسونل لپاره له پخلنځيو څخه ارزونه وکړله.

په دې ارزونه کې، د غذايي توکو د کیفیت او د پخولو د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وشوې او نوموړو هم ورته لازم معلومات وړاندې کړل چې د یادو معلوماتو تر اورېدو وروسته یادو مسوولینو او پخوونکو ته د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو باندې ټینګار وشو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو د بېلابېلو برخو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

ذوالقعده ۱۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د زرمت ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۰:۳۸
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ ولیبال سیالي ترسره شوه

 

دغه یوه ورځینۍ دوستانه سیالي د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د یاد زندان د مسوولینو په همکارۍ  د نوموړي محبس د پینځم او نهم بلاکونو د محبوسینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو د امارتي ادارو له یو شمېر ویاندویانو او د مطبوعاتو له مسؤلینو سره د ګډو همغږیو او همکارۍ په اړه غونډه وکړله.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام. . .

BACK TO NEWS