د هرات ولایت له ښځینه زندان سره د سره صلیب له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، صابون، خوړو دسترخوان، جارو، د اوبو سطلونه، د غاښونو کریم او برسونه، او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، یاد محبوسینو باندې د یادې کمېټې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.
د دې زندان مسوولینو د نوموړې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ، یادې مرستې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت