ولایتي خبرونه( پروان، ارزګان) د پروان ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۳:۱۹
ولایتی

د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو په وینا د دې ولایت په زندان کې د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ چې د یاد زندان د ښوونې او بیا روزنې مدیریت له لورې په لاره اچول شوې وې د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" او شمېر نورو مسوولینو برخه لرله، د محمد (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزونکو برنامو په ارزښت خبرې وکړې.

د نوموړي زندان رئیس وویل: دا د هر مسلمان ځوان دنده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

د غونډې پر دوام یو شمېر زندانیانو خپلې لیکنې، مقالې او ویناوې وړاندې کړې او يادي ویناوې د ګډونوالو له لوري وستایل شوې او د زندانیانو فکري او دیني استعدادونه یې په ډاګه کړل.

د یادونې ده، چې په یاده سیالۍ کې (۱۵۰)تنو زندانیانو برخه اخیستې او په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

د یو بل خبر له مخې، د ارزګان ولایت د زندان مسوولینو د دې ولایت د چوری ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې ترڅنګ یې د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او د دوی ستونزو د هواري په موخه يې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د دغه ولایت د زندان مسوولینو د نوموړي ولایت د چوری ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې ترڅنګ د یادې توقیفخونې لپاره نوی نظامي مدیر پروسونل ته معرفي او په چارو کې  ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

 

محرم الحرام ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS