د زندنونو چارو د سمون ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه شپږ ورځینی ښوونیز او اصلاحي سمینار پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۲۹
moyen

د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي خپرندویې ټولنې سره په ګډه همکارۍ چې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس د محبوسینو لپاره د عقیدې او فکري روزنې په موخه سمینار جوړ شوی و، نن پای ته ورسېد.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د یاد زندان امر محترم مولوي نعمت الله "زید" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د سمینار ګډونوالو ته په خبرو کې وویل؛ دا ډول اصلاحي سمینارونه د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند په ټولو زندانونو کې دوام لري او د زندانیانو د اصلاح لپاره بېلابیلې ښوونیزې او روزنیزي برنامې په لاره اچول شوي څو زندانیان د بند مودې په پوره کېدو سره سم د متدینو پرهیزګاره او سالمو وګړو په توګه کورنۍ او ټولنې سره یو ځاي شي.

داراز، د یادې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد په خبرو کې وویل؛ چې زندانونه د شکنجې ځایونه نه، بلکي پر اصلاحي مرکزونو بدل شوي او نوموړې اداره د زندانیانو د ښې روزنې ترڅنګ، هغوی سره د میلمنو په څیر چلند کوي.

 

په ورته وخت کې، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري زیاته کړله چې اوس زندانونه د زندانیانو د اصلاح او د شخصیت جوړونې په مرکزونو بدل شوي، څو هغوی په راتلونکې کې د ناروا کړنو څخه لرې او د سالمو او مصلحو وګړو په څېر خپلو کورنیو او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

 

صفر المظفر ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS