د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینۍ سمینار پای ته ورسېده

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
ختم سیمینار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د یادې ادارې مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایاتونو اورېدلو وزارت معین محترم شیخ صدیق الله، د سترې محکمې د جزا دیوان رئیس محترم مفتي عتیق الله "درویش" او د مرکز او ولایتونو یو شمېر رئیسانو، امرینو او د نظامي برخې مسوولینو هم شتون درلود، د سمینار پای مراسمو کې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو عملي چارو کې ګټه پورته او د خپلو د مشرانو اطاعت وکړئ.

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر وویل؛ چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره سم د نوموړې ادارې اړوند زندانونه په اصلاحي او رونیزو مرکزونو بدل شوي او تر دې دمه زرګونه تنه زندانیان د دیني عصري او کسب زده کړو څخه فارغ شوي دي.

د نظامي چارو مرستیال یو ځل بیا د زندانونو مسوولینو څخه وغوښتل چې زندانیانو سره داسې چلند وکړي، څو هغوی ستاسو له ښو اخلاقو څخه متاثره او خپلو تېرو ناروا کړنو پېښمانه او په راتلونکې کې د مصلح، نیکو او ګټور وګړو په څېر خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شي.

همدارنګه، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایاتونو اورېدلو وزارت معین محترم شیخ صدیق الله د سمینار ګډونوالو ته په خبرو کې وویل؛ د زندانیانو شرعي او انساني حقونه خوندي وساتئ او له هغوی سره ښه چلند وکړئ.

په ورته وخت کې، د سترې محکمې د جزا دیوان رئیس محترم مفتي عتیق الله درویش د یادې ادارې له لورې زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار د مننې ترڅنګ د سمینار ګډونوالو ته په خپلو خبرو وویل چې له ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د زندانیانو د ښې روزنې او پالنې کې خپل مسوولیتونه په پوره صداقت سره سرته ورسوئ.

همداراز، د سمینار ویناوالو په خپلو خبرو کې، د مشرانو په اطاعت ټینګار سره وویل؛ د زندانیانو شرعي حقونه خوندي او د انساني کرامت پر رعایتولو سره د زندانیانو د حال احوال څخه ځانونه خبر، غوښتنو او ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه وکړئ.

یاد مراسم، د زندانونو چارو د سمون ادارې له لخوا د سمینار ګډونوالو ته تصدیق پاڼې او ډالیو پر ورکړې او دخير په دعايې سره پای ته ورسېدل.

 

صفر المظفر ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه: (جوزجان، غزني) د جوزجان ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسۍ له لورې د ژمنیو او حفظ الصحه توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو، د دې ولایت د زندان د مسوولینو په همغږۍ او د اکتید موسسې له خوا وشوه، چې جمپر، صابون، شامپو،. . .

BACK TO NEWS