د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د ارزګان ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۵۷

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مخدره توکو سره د مبارزې ځانګړي امنیت لرونکي محبس نظامي مسوول محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، لومړی د نوموړي زندان له رئیس محترم مولوي عبد الاحد"حاجي طالب" سره وکتل او پر اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې اترې وکړې.

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په دغو خبرو اترو کې، د دې زندان پرسونل او زندانیانو لپاره د روغتیايي، ژوندانه چارو، خوړو او نورو د اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو ارزونه وکړله او ډاډ یې ترلاسه کړ.

تر هغې وروسته، زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د ياد ولایت د زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل، د هغوی د ژوند او ورسره د مسوولینو له خوا د چلند له وضعیته یې ځان خبر کړ، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې، او په هره برخه کې یې ورته د ادارې امکاناتو ته په کتو د رسېدنې ژمنه وکړله.

داراز، پلاوي د ارزګان ولایت د زندان ښوونیز، روزنیز او نور اصلاحي پروګرامونه، دیني او عقیدتي درسونه وارزول، هغه یې د بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو په بیا روزنه کې ډېر ارزښتمن وګڼل او مسوولینو ته یې د دغو پروګرامونو او درسونو د کیفیت د ښه والي په موخه ګټورې لارښوونې وکړې.

همداراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت له نږدې وارزوه او د زندانیانو لپاره د لا خوندي چاپیریال په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

صفر المظفر ۳۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۵۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال د دې ادارې د تشکلیلاتو عمومي مدیر سره د همغږۍ او اداري پرمختګ په موخه ځانګرې ناسته وکړه

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(چهارشنبې) په خپل کاري دفتر کې د یادې ادارې د تشکیلاتو عمومي مدیر سمونوال مولوي خان محمد "ساجد" او  د دې مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره د د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د دې ادارې د پولیسو د حقوقو عمومي مدیر او یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(سې شنبې) په خپل کاري دفتر کې له نوموړو مسوولینو سره په دې لیدنه د سلسله مراتبو، د زندانونو د نظامي برخې د حقوقو، نظامي نظم او ډسپلین په پام کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کندهار او زابل ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ادارې د څارنې او ارزونې ریاست یو پلاوی کندهار او زابل ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د. . .

BACK TO NEWS