د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو له زندانونو ارزونه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۷
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې یو پلاوی لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو  ولایتونو د (۱۴۰۴) کال د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړله.

داراز، پلاوي د نوموړو زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکونکو ته د کاري وړتیا د لوړونې په موخه د ربعوار او میاشتني راپورونو د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې سمینار هم ترسره شو.

 

ربېع الاخر ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS