د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان، د دې ولایت ښځینه محبس او د بلخ ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د ژمنیو، حفظ الصحیې او اړتیا وړ توکو مرسته وشو
یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د سره صلیب موسسې له لورې چې په کې کمپلې، څادرونه، جورابې، زیر پوشي، صابون، د کالیو پرمنځلو پوډر او د غاښونو کریم او برسونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یادو زندانونو پر محبوسینو باندې د نموړې موسسې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شول.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" د یادو مرستو د هرکلي ترڅنګ د سره صلیب او نورو مرستندویه بنسټونو څخه له یادې ادارې سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
همدارنګه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" نوموړې موسسې څخه د مننې سربېره، یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
جمادي الاول ۲۱/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
