د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د ادارې له یو شمېر نظامي مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۸
nazmi

په ياده ناسته کې، د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې چې د د غې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" د امنیتي قطعې د قرارګاه قوماندان محترم مولوي خالقداد "رحمت" او یو شمېر نورو  امنیتي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، د کاري چارو د ښوالي او د مسوولینو او پرسونل ترمنځ د لا ښې همغږۍ، غوره پلان جوړولو، سهولتونو او خدمتونو برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، په یاده ناسته کې يو شمېر امنيتي مسوولينو خپلو کاري کړنو او لاسته راوړنو او د ځينو ستونزو او اړتیاوو يادونه وکړله، چې د نظامي چارو مرستیال له خوا ورته په یادو برخو کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.

په پای کې، د زندانونو چارو  د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق" د امنيتي مسوولينو او پرسونل ترمنځ  د کارونو لا ښه پرمختګ، د پوره همغږۍ او همکارۍ پر زیاتولو ټینګار وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

رجب المرجب ۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS