ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
پروان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه.

د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د دیني زده‌کړو پر ارزښت د خبرو پرمهال وویل؛ د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي، څو د دنیا او اخرت کامیابي یې په نصیب شي.

 

شعبان المعظم ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳
Background image

ولایتي خبرونه: (غزني، کندز) د غزني ولايت په زندان کې د ښځینه بندیانو لپاره د خیاطۍ شاپ پرانیستل شو

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" وايي، د دې پروګرام اساسي موخه ښځینه زندانیانو ته مسلکي مهارتونو زده کړه ده، څو هغوی وکولای شي له ازادېدو وروسته په ټولنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

ولایتي خبر: (پکتیا) د پکتیا ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه پنځلس ورځینی سمینار پیل شو


داراز، د پکتیا زندان د رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په وینا، دغه سمینار کې ګډونوالو ته د تجربه لرونکو استادانو له لورې به د دیني لارښوونو، نظامي اوصولو، اداري چارو، انضباط او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، میدان وردک) د پکتیکا ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د یحیی خیلو او جاني خیلو ولسوالیو له توقیفخونو ليدنه وکړله

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د یحیی خیلو او جاني خیلو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له. . .

BACK TO NEWS