ولایتي خبرونه: ( پکتیا، خوست) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) کتاب لوستلو سیالۍ پیل کیږي

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۱۱
tyerure

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د یادو سیالیو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او زیاته کړله، چې  دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.

یاده سیالۍ، چې د کوثر فرهنګي ټولنې سره په همغږۍ د نوموړي زندان د مسوولینو له لورې پیلیږي، د جیدو علماوو لخوا د ازموینې تر اخیستلو وروسته به بریالیو ګډونوالو ته یو لړ ډالۍ هم ورکړل شي.

خوست:

د خوست زندان سره  د نوراني قاعدو،اسانه لمونځ او تعلیم الاسلام کتابونو مرسته وشوه

د دې ولایت زندان د زندانیانو د ديني پوهې لوړونې په موخه د نقیب الله "ځلاند" خییر شخص له لورې د نوراني قاعدو، اسانه لمونځ او تعلیم الاسلام کتابونو مرسته وشوه.

دغه کتابونه او نوراني قاعدي د خوست زندان نظامي مدیر مولوي عمرګل "خبیب" ته وسپارل شول، څو د زندانیانو د دیني زده‌کړو، اصلاح او معنوي روزنې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.

د زندان مسوولینو، د نقیب الله ځلاند له دې نېک، خیرخواهانه اقدام څخه مننه وکړله او نورو خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله

 

ربیع الثاني ۱۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

ولایتي خبرونه: ( پکتیا، خوست) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) کتاب لوستلو سیالۍ پیل کیږي

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د یادو سیالیو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او زیاته کړله، چې  دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۸
Background image

د کاپیسا ولایت زندان لپاره نوي امر په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني"عادل"او یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

BACK TO NEWS