په مرکزي توقيخونه کې د توقيفيانو سالمې بوختيا او روغتيا لپاره د واليبال لوبې پيل شوې

news_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۲:۴۲
توقیف

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(چهارشنبې)د يادو لوبو د پيل په اړه د جوړو شويو مراسمو پرمهال په داسې حال کې، چې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د کابل ولاىت د زندانونو چارو د سمون رئيس محترم مولوي عبدالله "حقيق" د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث"سادات"، د کابل ولايت د توقيف او څارخونې رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" او د سپورټ مينوالو توقيفيانو شتون درلود، په خپله وينا کې د سپورټ د ګټو او ارزښت په اړه د هراړخېزو خبرو ترڅنګ اړوندو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې لوبو کې ګډونوالو توقيفيانو ته دې د ادارې د امکاناتو پرمټ، سپورټي ځانګړې جامې او وسايل برابر کړي.
داراز، د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" له سپورټ سره د توقيفيانو پر مينې او لېوالتيا خوښي وښوده او ويې ویل، « د اسلام د مبارک دين د ارشاداتو له مخې هېڅ ډول سپورټ منع نه دې، خو په دې شرط چې د لمانځه او نورو عباداتو وخت په کې ضايع نه شي».
د يادونې وړ بولو، چې د کابل ولايت په توقيخونه کې د واليبال په پيل شويو لوبو کې له ۲۱ کسانو څخه جوړو ۳ ډلو هغو توقيفيانو چې له سپورټ سره مينه لرله ګډون کړی وو او تمه ده چې دا شمېر په راتلونکې کې نور هم زيات شي.
د دې لوبې او نورو سالمو بوختياوو  پراختيا به له توقيقيانو سره مرسته وکړي، څو له يوې خوا روغ پاتې شي او له بلې خوا يې د توقيف د مودې ترپايته رسېدو پورې وخت بېځايه ضايع نه شي.
د يو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ د کابل ولايت د توقيف او څارخونې د مسوولينو له خوا د دغه ولايت د توقيفخونې په عقيدتي، شرعي، فرهنګي او فکري زده کړو په برابرو شويو درسونو کې يو شمېر ګډونوال بريالي توقيفيان د سوغاتونو په ورکړې سره وستايل.
 
ربېع الاول- ۹/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۷
Background image

ولایتي خبرونه (غزني، بغلان) د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل ترمنځ (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) رسالې سیالۍ پیل شوه

                 په دغه سیالۍ کې چې د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا هغه مینه والو ته چې د سیالۍ لپاره تېره هفته کې نوم لېکنه کړې وه، پرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کورنيو چارو وزارت د روغتيا عمومي رئیس سره ولیدل

د نوموړې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې یو شمېر نورو رئیسانو یې بدرګه کوله د کورنيو چارو وزارت د روغتيا رئیس محترم مولوي صدیق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د یادې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو یې هم ملتیا کوله، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS