د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۵:۳۴
فراغت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی و نن(سې شنبې) پایته ورسېد. د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ په دې سیمینار کې ګډونوالو ته د (اېمیل، مخابروي شفر، وېب پاڼې، مخابرې، اپرېټرۍ او مخابروي وسایلو جوړولو) په هکله لومړنۍ ښوونې او معلومات ورکړل شوې دي. د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یاد سیمینار پایته رسېدو په اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې د ادارې ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث " سادات"، د معلوماتي ټېکنالوژۍ رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده" د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د مرکزي زندان د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، د څرخي پله زندان د تعلیمي مرکز قومندان محترم مولوي حبیب الرحمان "رحماني" او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل هم شتون درلود، په خپلو خبرو کې د سیمینار برخه والو ته وویل: « سره له دې چې د دې سیمینار وخت کم و، خو زه ډاډه یم چې تاسو به ترې ډېره ګټه اخیستې وي او د ادارې رهبري کوښښ کوي، چې د دې او ورته نورو مهمو سیمینارونو وخت تر دې زیات کړي». په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ او د ښوونې او روزنې رئیسانو په خپل وار خبرې وکړې او ویې ویل، دغه اداره په یاده برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وه، نو ځکه یې د حل لپاره دا لنډمهالی ښوونیز سیمینار جوړ کړ. د دوی په وینا، دا مهال د ټولې نړۍ پرمختګ او بریا د ټېکنالوژۍ پرمټ ترلاسه کېږي، نو باید د افغانستان د ا.ا ټولې ادارې او بنسټونه د غښتلي ټېکنالوژیکي سیستم سره وصل او کارکوونکي یې ورسره پوره بلدتیا ولري. د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ په اړه د نوموړي ښوونیز سیمینار مراسم، د هېواد د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې امرینو او مسوولینو ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پایته ورسېد. د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل کوښښ کوي، چې د بېلابېلو ښوونیزو، روزنیزو او مسلکي پروګرامونو له لارې خپل ملکي او نظامي پرسونل لپاره له اړتیا سره سم لنډمهاله او اوږدمهاله سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي، څو یې پرمټ د پرسونل کاري وړتیاوې لوړې، چارې یې ګټورې، پروخت او له ښه کیفیت څخه برخمنې شي. ربېع الاول- ۱۴/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۵
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، پکتیکا) د ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو د زندانونو د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختمونه پایته ورسېدل

د دغو زندانونو مسوولینو په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۱:۴۵
Background image

د کونړ ولایت د زندان (۱۰۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یاد ولایت د زندان د محبوسینو او محجوزینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د ښځینه او نارینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

مرکزي او ولایتي خبرونه: (کابل، پروان)

د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس او پروان ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو په تراویح کې د قرآن عظیم‌الشان ختمونه ترسره شول

د ختم په. . .

BACK TO NEWS