د زندانونو چارو د سمون ادارې په مرکزي برخو کې د دښمن د ناببره بریدونو د مخنیوي په موخه امنیتي پروا ترسره شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۳:۲۹

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(پنجشنبې) په داسې حال کې، چې د ادارې د ګارنېزیون او د مرکزي زندان د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د مرکزي امنیتي برخو یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، کابل کې د ادارې د مرکزي برخو، زندانونو او توقیفخونې کې د امنیتي پروا د ترسره کېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د یادې پروا موخه، د ازادۍ سلب پر مرکزونو د دښمن د ناببره بریدونو د دفعې او مخنیوي لپاره د امنیتي تدابیرو غښتلي کول او نیمګړتیاوو ته رسېدنه ده.
محترم بدر له نوموړي بهیر څخه د لیدنې پرمهال، په امنیتي برخه کې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې امنیتي او نظامي مسوولین کوښښ کوي، څو د یادو فعالیتونو په ترسره کولو سره د ازادۍ سلب مرکزونو، ښځینه او نارینه پرسونل، زندانیانو، توقیفیانو او محجوزینو امنیت خوندي وساتي.

ربېع الاول- ۱۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۲۴
Background image

د پسرلي په را د بره کېدو د مرکزي زندان د محبوسینو لپاره د کرکیلې بهیر پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په تخنیکي مرسته، د کابل ولایت د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې د پسرلي موسم له رارسېدو سره سم د دغې ادارې د کرنې صنعتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي  پله له مرکزي زندان، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم  "طارق" او ورسره مل پلاوي یې د څرخي پله، له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

BACK TO NEWS