د غزني د مرکزي زندان رئیس د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ له توقیفخونې لیدنه وکړه
د محترم محمدهاشم "حقاني" په مشرۍ یوه پلاوي، د غزني ولایت جاغوري او مقر ولسوالیو ته تر سفر وروسته، تېره ورځ د ده یک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه هم لیدنه وکړه، چې د نوموړې توقیفخونې مسوولینو پلاوي ته د دوی له خوا د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو د یادونې ترڅنګ، د ځینو ستونزو په هکله معلومات ورکړل، چې پلاوي یاد فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
داراز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی په خپلو خبرو کې د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله مننه وکړه، خو د دوی ځینو مهمو او روا غوښتنو ته د رسېدنې وړاندیز یې هم وکړ، چې پلاوي ورته تر خپلې وسې د رسېدنې ژمنه وکړه.
په ورته وخت کې، دغه پلاوي د ده یک ولسوالۍ له امنیه قومندان سره وکتل او د دې ولسوالۍ د توقیفخونې پر امنیتي مسایلو یې خبرې اترې وکړې، چې د یاد قومندان له خوا ورته د دې توقیفخونې د امنیت په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وشوه.
یاد پلاوی ژمن دی، چې دوی به په دوامداره توګه د غزني ولایت د زندان او توقیفخونو وضعیت څاري او ستونزو ته به یې پروخت حللارې پیدا کوي.
ربېع الاول-۲۹/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
