د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا ټاکل شويو پلاوو د پروان او کندهار ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۰:۴۴
کندهار و پروان ولایت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د محترم مولوي عبدالفتاح " فاتح" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ پروان ولايت ته سفر وکړ او هلته یې د نوموړي ولایت د زندان له مسوولینو او پرسونل سره ولیدل او پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
د یو بل خبر له مخې، د محترم مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ یو بل پلاوی بیا کندهار ته تللی او د هغه ولایت له زندانه یې د لیدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولینو او پرسونل سره هم کتلي او د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله یې بحث کړی دی.
همداشان، یادو پلاوو د پروان او کندهار ولایتونو د زندانونو له کاري او اداري شعبو، تعمیراتي، خوړو(اعاشې)، برېښنا او روغتیايي چارو او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي. 
پلاوو دا راز، د نوموړو زندانونو بنديانو سره هم له نږدې کتلي، د هغوی وضعیت یې ارزولی او د زندانونو مسوولينو ته يې د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او غوښتنو ته پر رسېدنې ټینګار کړی دی.
پروان او کندهار ته استول شوي پلاوي وايي، بندیانو هم له دوی سره د پرسونل له ښه چلنده د خوښۍ په څرګندولو سره له دوی غوښتي، څو يې دوسيې پر وخت وڅېړل شي، چې د پلاوو له لورې ورته په دې برخه کې د جدي ګامونو پورته کولو او خنډونو لرې کولو ژمنه شوې ده.
د محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" او مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي زیاتوي، دوی به د نوموړو ولایتونو د زندانونو د کاري او اداري چارو ارزولو په بهير کې هغه یادداشت کړې ستونزې، چې حل یې په اړوندو ولایتونو کې امکان نه لري، له ځان سره د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ ته رالېږدوي، څو یې په مرکز کې حللاره ولټول او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

ربېع الثاني ۱۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

اخبار ولایتي:(بدخشان، زابل و کاپیسا) در زندانهای ولایات بدخشان و زابل دوره های ترجمه و تفسیر قران عظیم الشان آغاز گردید

طبق هدایت رهبری این اداره، در ولایات متذکره به مناسبت فرا رسیدن ماه مبارک رمضان به تمام کارمندان ملکی و نظامی و زندانیان دوره های تفسیر و ترجمه قران عظیم الشان آغاز گردید.

مسوولین این. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

BACK TO NEWS