د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د غزني او بامیان ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۸ - ۱۸:۱۱
بامیان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" او د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو په ملتیا یو لوړپوړی پلاوی، په تېرو دوو ورځو کې غزني او بامیان ولایتونو ته په رسمي سفر تللی و او د دغو ولایتونو د زندانونو له مسوولینو او پرسونل سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې کړې دي.
په دې خبرو اترو کې، یادو مسوولینو له پلاوي سره د نوموړو زندانونو د وضعیت، د ترسره شویو فعالیتونو، پرمختګونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل معلومات شریک کړل، چې پلاوي یې تر اورېدو وروسته دغو مسوولینو ته د وضعیت او فعالیتونو د ښه والي، د پرمختګونو او لاسته راوړنو د غښتلیتا او په راتلونکو پلانونو کې د یادو ولایتونو د بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو لپاره د اسانتیاوو د ډېرولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یې د غزني او بامیانو په زندانونو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو کې د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو او روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر له نږدې ارزولی او مسوولین یې په دې برخو کې د پاملرنې زیاتولو ترڅنګ، د بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو د بشري او اسلامي حقونو رعایتولو ته ځير کړي دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل په دې هڅه کې دي، چې د هېواد د ټولو ازادۍ سلب مرکزونو څخه لیدنه وکړي، وضعیت، ستونزوې او چارې یې وارزوي او د ښه والي او رسېدنې لپاره ورته لازمې حللارې پیدا او عملي کړي.

ربېع الثاني ۱۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS