د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د پروان ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۴:۳۱
پروان ولایت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د کابل ولايت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقيق" په مشرۍ او د دغې ادارې د تفتيش د رئیس محترم مولوي ضياوالرحمان او د دارې د يو تن غړي محترم قاري رحيم الله "مدني" په ګډون ټاکل شوی پلاوی، پروان ته تللی او د هغه ولایت له زندانه یې د لیدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولينو او پرسونل سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله بحث کړی دی.
همداشان، یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان کاري او اداري شعبې، خوړو(اعاشې)، اباتې، برېښنا او بېلا بېلې برخې او تعمیراتي او روغتیايي چارې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي. 
پلاوي داراز، د نوموړي زندان بنديانو سره هم له نږدې کتلي، د هغوی وضعیت یې ارزولی او د زندان مسوولينو ته يې د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زياتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.
د محترم مولوي عبدالله "حقيق" په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی زیاتوي، دوی به د پروان ولایت د زندان د ارزولو په بهير کې هغه یادداشت کړې ستونزې، چې حل یې په پروان ولایت کې امکان نه لري، له ځان سره د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ ته رالېږدوي، څو یې په مرکز کې حللاره ولټول او په اړه یې لازمه پرېکړه وشي.

جمادي الاول ۹/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ادارې  اړتیا وړ د تېلو څرنګوالي او لا ښه شفافیت په موخه ارزونه وکړله

د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سید ولي "عبد الله"، د عفوې او تخفیف فرامینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د هلمند ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه  

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د حمام صابون، شامپو د غاښونو کریم او برس، پلاستیکي سطلونه، تشتونه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له کرنیزو ځمکو څخه د کدوګک شاوخوا (۱۰۰۰) کیلو ګرامه حاصلات راټول شول

یادې ادارې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، کسب زده کړې او ورزش ترڅنګ، د کرکېلې د ښې زمینې برابرولو او پرې د هغوی د بوختولو له امله (۲) میاشتې وړاندې د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ. . .

BACK TO NEWS