د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي ميدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۷:۳۱
میدان وردک

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ یوه صلاحیت لرونکي پلاوي ميدان وردګ ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د بندیانو ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.
داراز، د پلاوي مشر په خپلو خبرو کې د ميدان وردګ ولایت د زندان د رئیس او پرسونل ترمنځ د چارو ښه پرمخ وړلو، ګډې همکارۍ او همغږۍ سپارښتنه وکړه.
همدا شان، محترم مولوي" مستري" تر هغې وروسته د ياد ولایت بندیانو سره له نږدې وکتل، د هر زنداني خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې، او په هره برخه کې یې ورته د رسېدنې ژمنه وکړه.
داراز، پلاوي د ميدان وردګ ولایت د زندان ښوونیز، روزنیز او نور اصلاحي پروګرامونه او درسونه ارزولي، یاد پروګرامونه یې د بندیانو، تورنو او محجوزینو په بیا روزنه کې ډېر مهم ګڼلي او مسوولینو ته یې د دغو پروګرامونو او درسونو د کیفیت ښه والي لپاره لازمې لارښوونې کړې دي.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف" مستري" په مشرۍ ميدان وردګ ته تللي پلاوي د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې، د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي او نورو خدمتونو، د کمپلو او ژمنیو جامو په ګډون د نورو ژمنیو، د حمام لپاره د تودو اوبو، حفظ الصحې او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه ډاډ ترلاسه کړ.

جمادي الثاني ۱/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS