د زندانونو چارو د سمون ادارې امنیتي غونډه ترسره شوه
یاده غونډه، چې نن(یکشنبې) د څرخي پله مرکزي زندان د ګارنېزیون د غونډو په تالار کې د ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د کابل ولايت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبداللہ "حقيق" او د یاد زندان د قرارګاه د قطعې د قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او نورو لوړپوړو کشفي او امنیتي مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، لومړی د یادو مسوولینو له خوا په امنیتي برخه کې کاري ریپوټ د غونډۍ له رهبرۍ سره شریک شو.
په دې ریپوټ کې د پرمختګونو، لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو څخه یادونه وشوه، چې د رهبرۍ پلاوي له لورې د پرمختګونو او لاسته راوړنو ستاینه وشوه او د امنیتي ننګونو او ستونزو د حل لپاره د لازمو لارښوونو ترڅنګ، د زندانونو د امنیتي مسوولینو او موظفینو له خوا د ترتیب شوي نظامي یونیفورم پر استفادې ټینګار وشو، چې په نږدې راتلونکې کې به د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې پر ټول امنیتي پرسونل باندې وویشل شي.
دغه راز، محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په یاده غونډه کې، د ادارې د ملکي او نظامي پرسونل ترمنځ د همغږۍ لا زیاتولو او د چارو ښه پرمخ وړلو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي معاونیت تل هڅه کوي، څو د دا ډول غونډو په جوړولو سره امنیتي پرسونل د خپلو دندو ښه ترسره کولو، په سمه توګه د نظم او ډېسپلین رعایتولو او بندیانو او پرسونل ته د امن چاپېریال برابرولو ته اړوند مسوولین متوجه کړي.
نننۍ غونډه د افغانستان او خلکو د خیر او فلاح لپاره په دعا پایته ورسېده.
جمادي الثاني -۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
