د بامیانو والي د دغه ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د بامیانو والي محترم مولوي عبدالله "سرحدي" د دغه ولايت له زندانه د ليدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولينو او پرسونل سره د بنديانو د وضعيت په اړه بحث وکړ.
په ورته وخت کې، محترم سرحدي د بامیانو ولايت د زندان چارې هم له نږدې وڅارلې او د لاښه والي لپاره يې اړوندو مسوولينو ته ګټورې لارښوونې وکړې.
داراز، محترم سرحدي د یاد زندان له بندیانو سره د مسوولینو د چلند او د دوی د وضیعت تر ارزونې وروسته، ډاډ تر لاسه کړ او د زندان له مسوولینو سره یې له خپله اړخه د لازمو همکاريو ژمنه هم وکړه.
جمادي الثاني ۲۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
