د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا د ننګرهار ولایت د زندانونو چارو د ریاست لپاره نوی رئیس وګومارل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۸:۵۲
دیدار وزرا

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو او سفرونو په ترڅ کې، دا ځل د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته ولاړ او هلته یې لومړی د دغه ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست ملکي او نظامي پرسونل ته محترم مولوي نېک محمد "مقتدا" د نوي رئیس په توګه معرفي او په چارو کې یې ورته د بریاوو هیله څرګنده کړه.
داراز، محترم مولوي محمد یوسف "مستري"، د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني رئیس محترم مولوي نورمحمد "شاهین" له کړنو او ګټورو فعالیتونو څخه مننه وکړه او د دې زندان ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل ته یې له نوي رئیس سره د چارو ښه پرمخ وړلو، ګډې همکارۍ او همغږۍ سپارښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت د زندان د امنيتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه د هر اړخيزې څارنې ترڅنګ، اداري او کاري شعبې، روغتيايي، اعاشوي او اباتوي خدمتونه، رغنيزې يا تعميراتي چارې، د بندیانو د حمام او اوداسه لپاره د مناسبو اسانتیاوو، ژمنیو توکو، د عباداتو ښه ادا کولو لپاره د مناسبې فضا او امکاناتو برابرولو او بېلابېلې برخې په کره توګه وارزولې، په دې هدف یې ترسره شوي فعاليتونه، تدابير او لاسته راوړنې وستايلې، د دغه ولایت په کچه یې د په ګوته شويو ستونزو او نيمګړتياوو د حل لپاره مربوطه مسوولينو ته لازم مسووليتونه وسپارل او د هغو ستونزو، چې حل يې په ياد ولايت کې امکان نه لري، له خپله اړخه په مرکز کې له نورو همکارو وزارتونو سره په همکارۍ د حل او رسېدنې ژمنه وکړه.
همداشان، محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د نوموړي زندان مسوولینو ته د بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو د انساني او اسلامي حقونو پرځای کولو، له ربړونې یې په کلکه ډډه کولو او له ستونزو یې د ځان خبرولو او سمدلاسه ورته د رسېدنې په اړه لارښوونې وکړې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د ننګرهار ولایت د زندان ښوونیز، روزنیز او نور اصلاحي پروګرامونه او درسونه وارزول، هغه یې د بندیانو، تورنو او محجوزینو په بیا روزنه کې ډېر مهم وګڼل او مسوولینو ته یې د دغو پروګرامونو او درسونو د کیفیت ښه والي لپاره لازم هدایات ورکړل.
هېره دې نه وي، چې د نوموړې ادارې رهبري به په مرکز او ولایتونو کې د ازادۍ سلب مرکزونو د وضعیت، لاسته راوړنو، ترسره شویو فعالیتونو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه خپلو ارزونو ته په راتلونکې کې هم دوام ورکوي. 

رجب المرجب ۲۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۷
Background image

ولایتي خبرونه (غزني، بغلان) د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل ترمنځ (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) رسالې سیالۍ پیل شوه

                 په دغه سیالۍ کې چې د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا هغه مینه والو ته چې د سیالۍ لپاره تېره هفته کې نوم لېکنه کړې وه، پرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کورنيو چارو وزارت د روغتيا عمومي رئیس سره ولیدل

د نوموړې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې یو شمېر نورو رئیسانو یې بدرګه کوله د کورنيو چارو وزارت د روغتيا رئیس محترم مولوي صدیق. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د یادې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې یو شمېر رئیسانو یې هم ملتیا کوله، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS