پکتیا ته د سترې محکمې له خوا استول شوي پلاوي د دغه ولایت د زندانيانو ستونزې وڅېړلې
د افغانستان د ا.ا. د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي پلاوي پکتیا ته د خپل سفر پرمهال تېره ورځ په داسې حال کې، چې د پکتيا مرستيال والي شېخ انعام الله "صلاح الدين"، د مرافعه محکمې رئيس مفتي عبيدالله "خالد"، د استخباراتو رئيس او د دغه ولایت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" هم شتون درلود، د یاد زندان د زندانيانو ستونزې واورېدلې او ژمنه یې وکړه چې په راتلوونکي کې به یې د قانون او اصولو پربنسټ په اړه پرېکړې وکړې. داراز، د پکتيا مرستيال والي شېخ انعام الله صلاح الدين وويل، « له دې څېړنو، ارزونو او لېدنې موخه دا ده، چې په زندان کې له زندنيانو سره وکتل شي، ستونزې يې واورېدل شي او له هغې وروسته ورته رسېدنه وشي». نوموړي زياته کړه، چې یاد پلاوی به لومړی د پکتیا ولایت د زندان د زندانیانو دوسيې وارزوي او ټولې خواوې به يې په کره توګه وڅېړي، که د چا د بند موده بشپړه شوې وي، نو د خلاصون په اړه به یې پرېکړه وکړي او ټول مراحل به يې د محکمو د اصولو په چوکاټ کې تر سره کړي. په ورته وخت کې، د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي پلاوي هم د یاد ولایت د زندان له مسوولينو مننه وکړه، چې د زندانيانو هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې او د دوی په اړه يې ټول معلومات له اړوندو ادارو سره شريک کړې دي. شعبان المعظم ۹/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
