د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د ټول هېواد په زندانونو کې د قرآن عظیم الشان ختمونه ترسره شول

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۲:۵۹
ختم قران شریف

د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د کابل او ټولو ولایتونو د مرکزونو په زندانونو او د ولسوالیو په توقیفخونو کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآنکریم د ختم مراسم ترسره او د هېواد د لاښه امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي لپاره د خیر دعاوې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې نوموړې اداره د دې ترڅنګ د ټولو زندانونو د زندانیانو لپاره د دیني او عصري زده کړو مختلف پروګرامونه جوړ کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده، څو یې پرمټ زندانیان وکولی شي د بند تر مودې پایته رسېدو وروسته په راتونکې ژوند کې ترې مثبته ګټه پورته او له ناوړه کړنو لاس واخلي.

رمضان المبارک ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS