د غزني ولایت د استیناف محکمې رئیس د یاد ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه
د غزني ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم شیخ محمد قسیم "محمدي" د غزني ولایت د زندان له رئیس محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" سره په خپل کاري دفتر کې په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
همداراز محترم شیخ محمد قسیم "محمدي" د غزني ولایت له زندانیانو سره هم له نژدې لیدلي زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرکنده کړې او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې کړې.
په ورته وخت کې پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ، چې دوسیو ته به یې په وخت رسېدنه کوي.
شوال المکرم ۱۰/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
