د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کاپیسا ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۴:۱۰
kapsi

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د تفتیش محترم رئیس مولوي ضیاالرحمن "سعید" په مشرۍ چې د کشف، سلب ازادۍ او عدلي او قضايي ارګانونو سره د همغږی ریاستونو استازي هم ورسره ول، تېره ورځ کاپیسا ته تللی او د هغه ولایت له زندانه یې د لیدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولینو او پرسونل سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله بحث کړی دی.
یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، پخلنځۍ، خوړو(اعاشې)، د څښاک اوبو او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي. 
همداشان، محترم مولوي "سعید" او مل پلاوي یې د کاپیسا ولایت بندیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او په هره برخه کې یې ورته له اصولو سره سم د رسېدنې ژمنه وکړه.
پلاوي داراز، د نوموړي زندان د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې. 

ذوالقعده-۴/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS