د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د سروبي ولسوالۍ له توقیفخونې لیدنه وکړه

folaad_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۴:۴۷
photo

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او مل پلاوي یې له یادې توقیفخونې څخه د دې لیدنې په ترڅ کې، له مسوولینو سره د اړوندو موضوعګانو په اړه خبرې اترې وکړې.
داراز، محترم عادل د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د توقیخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، برېښنا او بېلا بېلې برخې، تعمیراتي او روغتیايي چارې وارزولې او اړوندو مسوولینو سره یې د ځینو ستونزو د حل پر څرنګوالي سلا مشورې وکړې.
همداشان، محترم قاري عبدالغني "عادل" او مل پلاوي یې د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه او مسوولينو ته يې د هغوی لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

ذو القعده ۱۵/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS