د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه لوړپوړي پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۹:۳۴
معاون نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د ادارې د بشري سرچينو رئیس محترم قاري محمد ګل او يو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ته ولاړ او هلته یې د نوموړي مرکز له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او پرسونل سره په کتنه کې د محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، اسانتیاوو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه هراړخیزې خبرې اترې وکړې.
پلاوي د دې کتنې پرمهال له نوموړو مسوولینو او پرسونل څخه په یادو برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو د معلوماتو په اورېدو سره د خوښۍ په څرګندولو د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د محجوزینو د لا ښې روزنې لپاره خپلو هڅو ته لا داوم ورکړي.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو د مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د مرکز مسوولین متوجه کړل.
په پای کې پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له امنیتي ټاورونو او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه د لیدنې تر څنګ په دې مرکز کې ماشومانو لپاره د برېښنايي توکو جوړولو، د موبایل جوړولو، بوټ جوړونې او خیاطۍ کسب زده کړې او روزنې له ورکشاپونو هم لیدنه وکړه، هغه یې ګټور وبلل او مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

ذوالقعده ۲۴/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه زندان سره د سره صلیب له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د کالیو منځلو پودر، شامپو، صابون، خوړو دسترخوان، جارو، د اوبو سطلونه، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت په زندان کې ( ۱۱۰) تنه محبوسین، محجوزین او توقیفیان د قران کریم حفظ، ناظري او سولر جوړونې زده کړو له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې  نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"او یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۲
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د داخلي پلټنې نوي رئیس په دنده پیل وکړ

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف" د یادې ادارې د داخلي پلټنې نوي رئیس په توګه په دنده. . .

BACK TO NEWS