د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د ننګرهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۷:۲۲
ننګرهار

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او ورسره پلاوی تېره ورځ ننګرهار ته په رسمي سفر ولاړ او هلته یې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې او مسوولینو سره پراړندو مسایلو د بحث ترڅنګ، د یاد زندان له زندانیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی د ژوند د وضعیت ارزونه یې وکړه او مسوولین یې د هغوی د ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه متوجه کړل.
بلخوا، د ننګرهار ولایت د زندان ځینو زندانیانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له یاد پلاوي څخه یې مننه وکړه چې د دوی د حال او وضعیته یې ځان خبر کړ.
نوموړو زندانیانو زیاته کړه، چې د زندان مسوولین ورسره ښه چلند کوي، د حال پوښتنه یې کوي او ورته د ښوونې او بیا روزنې زمینه برابروي، خو له پلاوي یې وغوښتل: « چې که مو زموږ د جرمي دوسیو ژر څېړلو لپاره زمینه برابره کړه، نو دا به مو پرموږ لوی شفقت وي».
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر له یادو زندانیانو سره ژمنه وکړه، چې دې غوښتنې ته به یې د ادارې د رهبرۍ په همکارۍ رسېدنه وشي او له هغوی یې وغوښتل، څو په دغه زندان کې د ښوونیزو، روزنیزو او کسب زده کړې له پروګرامونو او اسانتیاوو څخه ډېره استفاده وکړي او د هغو پرمټ دې په  زندان کې د بند د ټاکل شوې مودې ترپایته رسېدو وروسته دې خپلې ټولنې، خلکو او وطن ته د سالمو وګړو په توګه د ښه خدمت جوګه شي.

ذوالحجه-۱/۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS