د بامیان ولایت د امربالمعروف رئیس د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه

تېره ورځ د بامیان ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت د زندان له رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د ستونزو د حل په موخه یې سره خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، نووړي پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم ولیدل
او د هغوی ستونزې او روا غوښتنې یې له نژدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.
ذوالحجه ۲۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت