د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس، د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي الحاج اسدالله "مولانا" د یوه پلاوي، په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" هم شتون درلود، په یاد مرکز کې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.
داراز، پلاوي د یاد مرکز له پخلنځي هم لیدنه وکړه او مربوطه مسوولین یې د خوړو د پاکوالي او نظافت په پام کې نیولو ته ځیر کړل.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ارکان رئیس په مشرۍ، پلاوي د نوموړي مرکز له محجوزینو سره له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین متوجه کړل.
همدارنګه، پلاوي د دې مرکز له امنیتي پوستو، ټاورونو، کلنیک او د محجوزینو ماشومانو د لوبو له ځایه د لیدنې تر څنګ د بریښنا، موبایل، بوټ جوړونې او خیاطۍ له شاپونو هم لیدنه وکړه او د محجوزینو د زده کړو او د ښو لاسته روړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته یې د یادو ماشومانو لپاره د ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
محرم الحرام ۱۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
