د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د معتادینو روغتیایي مرکز کې د خیاطۍ روزنیز شاپ پرانیستل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۱۱
قندهار
د کندهار ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او د کار او ټولنیزو چارو د ریاست په همکارۍ، د یاد روغتیایي مرکز د خیاطۍ روزنیز شاپ په لومړۍ دوره کې به (۱۰۰) تنه په نشه يي توکو روږدي کسان چې اوس مهال تر درملنې لاندې هم دي برخه واخلي. د نوموړي مرکز د مسوولینو په وینا، دوی کوښښ کوي چې د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ د تجربه لرونکو او مسلکي روزونکو له خوا دوی ته د خیاطۍ په شاپ کې ښه روزنه ورکړي، څو هغوی و کولی شي له دې ناروغۍ تر خلاصون وروسته د سالمو وګړو په توګه ورڅخه د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره ګټه واخلي. صفر المظفر ۷/ ۱۴۴۵ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS