د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۳:۲
maween

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم  لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ د خوست ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم ملا رحمت الله سره د ځینو اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
همداشان ، د محترم بدر په مشرۍ پلاوي  د دې ولایت د زندان اداري شعبې، امنیتي پوستې، ټاورنه، قراولونه، پخلنځي، خواړه، د څښاک اوبه او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي.
داراز، پلاوي د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښونې وکړې.
یاد پلاوي د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه. 

صفر المطفر ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه ( بامیان، فاریاب، غور) د بامیان ولایت د زندان (۳۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، میدان وردګ، کندز) د ننګرهار ولایت په زندان کې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته یو کلنیک جوړیږي.

د ننګرهار ولایت په زندان کې د کلنیک رغنیزې چارې چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د یو ملي سوداګر په مالي مرسته جوړیږي، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولو ي سهیل "سعید" او د نوموړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان (۷۷) تنه زندانیان له عفوې برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

BACK TO NEWS