د غزني ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي اوعقیدتي زدهکړو بهیر پیل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د محترمې رهبرۍ او د غزني ولایت د زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو په دوام، دا ځل د غزني ولایت د زندان ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي او عقیدتي زدهکړو بهیر پیل شو.
د یاد ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زدهکړو او فکري او عقیدتي درسونو پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د ادارې د پرسونل د فکري او اسلامي روحېې د لوړولو لامل وبلل.
همدا راز، محترم قاري عادل د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل څخه وغوښتل، چې له دې طلايي فرصت څخه ډېره ګټه واخلي او ټولنې ته د ښه خدمت کولو لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړي.
په ورته وخت کې، نوموړو ګډونوالو د یادې ادارې له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ د زدهکړو دا بهیر یې مثبته وګڼله او ورته د نورو ګټورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو پر دوام ټینګار وکړ.
صفر المظفر۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
