د پکتیکا ولایت د زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۷:۳۳
paktika

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو د مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د خدماتو د رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړيکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د پالېسۍ او مسلکي چارو  معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون څلور کسيز پلاوي تېره ورځ پکتیکا ته د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د دې ولایت د زندان پرسونل او مسوولينو ته محترم مولوي هاشم "حقاني" د نوي امر په توګه معرفي او د خير د دعا په کولو يې ورته په چارو کې د بريا غوښتنه وکړه.

محترم قاري عبداللہ "همدرد" په خپلو خبرو کې د پکتيکا ولايت د پخواني امر محترم مولوي حبيب الرحمان "رحماني" کړي خدمتونه وستايل او د کارکوونکو ادلون بدلون يې د اداري چارو یو اصل ياد کړ او زیاته کړه: « زه هیله مند یم چې محترم "حقاني" به تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند کوي، له حاله به يې ځان تل خبروي، ستونزو ته به یې په خپل وخت رسېدنه کوي او کارکوونکي به هم له خپل نوي امر سره پوره همکاري کوي».

داراز، محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د پکتیکا ولایت د زندان اداري شعبې، د تلاشۍ ځایونه، د سکن ماشینونو او د زندانیانو لپاره د خوړ ( اعاشې) اباتې، پخلنځی، برېښنا، تعمیراتي او روغتیایي چارې له نږدې ولیدلې او د شته ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

په ورته مهال، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او مل پلاوي يې د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د محجوزینو لپاره د برابرو شویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.

همداشان، نوموړي پلاوي د ياد مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د دې مرکز مسوولین متوجه کړل.

داراز، پلاوي د پکتيکا ولايت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو لپاره د زده کړو د برابرو شويو امکاناتو او ښو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، مسوولینو ته د یادو ماشومانو لپاره د لا ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

 

د صفر المظفر ۲۳مه

د مقام د دفتر ریاست 

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۴:۱۳
Background image

ولایتي خبرونه:( پنجشېر، پکتیا، هرات، سرپل، غور) د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

BACK TO NEWS