د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د سرپل ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۳:۴
سرپل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې استازي محترم ملا محمد یونس"سحر" په مشرۍ یو پلاوی سرپل ته ولاړ او هلته یې د نوموړي ولایت له زندانه د ليدنې ترڅنګ مسوولینو او پرسونل سره د ياد زندان پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځی، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۴۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د بدخشان ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د تخار ولایت له زندانه ارزونه وکړله

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د پروان ولایت په زندان کې د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده

ولایتي خبرونه(پروان، ارزګان، پکتیکا)

 

د پروان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبد الرحیم "احمد" په وینا د دې ولایت په زندان کې د (۱۵۰)تنو  زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه. . .

BACK TO NEWS