د پروان ولایت د استیناف محکمې رئیس د یاد ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د پروان د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" تېره ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس محترم مولوي روح الله "عبدالسلام" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د پروان ولایت له زندانیانو سره هم له نږدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
په ورته وخت کې، د دې ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي عبدالسلام په مشرۍ پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به یې د جرمي دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته چټکتیا ورکړي.
ربیع الاول ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
