د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ یوه پلاوی میدان وردګ ته په سفر لاړ او هلته یې د نوموړي ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد زندان له مسوولینو سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله خبرې اترې وکړې.
داراز، دمحترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان د بشري سرچینو، د پېژند او د مالي او اداري امریتونو څخه په جلا جلا توګه لیدنه او ارزونه وکړه او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او د حل په موخه يې ورته ته ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې، پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو تر اورېدو وروسته یې له مسوولینو سره په خبرو کې، د هغوی لپاره د اسانتياوو د رامنځ ته کولو تر څنګ د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه.
ربیع الاول ۲۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
