د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۱۲:۵۹
تخنیکی

تېره ورځ د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو معاونیت تخنیکي او اداري ناسته چې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" په مشرۍ او د ادارې د ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چاريقل"ادیب" د ازادۍ د سلب پر ځایونو د اروزنې رئیس محترم داریوش"مجددي" او د یاد معاونیت تر چتر لاندې اړوند ریاستونو او امریتونو د مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه ، په کې د نوموړو ریاستونو په لاسته راوړنو، ستونزو او غوښتنو خبرې اترې او سلا مشورې وشوې.
داراز، په یاده ناسته کې د ریاستونو او امریتونو مسوولینو د تېرې میاشتې ورسپارل شوي مسولیتونو پایلې او لاسته راوړنې شریکې کړې چې د محترم مولوي"حقیق" له خوا نوموړو مسوولینو ته لارښونه وشوه څو خپلې کاري چارې لا نورې هم چټکې او اړوندو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي.

دربیع الاول ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

 ولایتي خبر: (پروان) د پروان ولایت په زندان کې د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پروان ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې دوره پیل شوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

ولایتي خبر(ننګرهار) د ننګرهارولایت په زندان کې د قرآنکريم د تفسير دوره پيل شوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار د یاد ولایت په زندان کې د قرآن عظيم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (پکتیکا، کندز) د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل شوې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیکا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د یادو زندانونو ملکي او نظامي کارکوونکو او زندانیانو ته. . .

BACK TO NEWS