د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي کندهار ته د سفر په دوهمه ورځ د دې ولایت د زندان یو شمېر نورې برخې هم وارزولې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۹:۱۶
Qandahar

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي چې د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث سادات، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي، د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت الله حقاني،  او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله بکتاش یې هم ملتیا کوله د کندهار ولایت د زندان یو شمېر نورې برخې هم وارزولې او مسوولینو څخه یې د شویو فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو تر اورېدو وروسته ورته لازمې لارښوونې وکړې.
پلاوي د دې زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل چې هغوی د نوموړي پلاوي په ورتګ د خوښۍ ترڅنګ له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړی او د خپلو جرمي دوسېو د ژر څېړلو غوښتنه یې ترې کړې.
همداراز، پلاوي له زندانیانو سره په خبرو کې نوموړو ته زیاته کړه چې د زندانونو چارو د سمون اداره تل کوښښ کوي څو زندانیانو لپاره غوره امکانات چمتو، ستونزو او غوښتنو ته یې په وخت رسېدنه، د هغوی د ژوندانه د وضعیت، د بشري حقونو د خوندیتوب او ورته نورو برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
داراز،  پلاوي د دې زندان د شخصیتي دوسیو، د عدلي او قضایي، د فرمانونو د پلي کولو، د ازادي د سلب پر ځایونو د ارزونې، د مخابرې او تخنیکي برخه او پخلنځی له امریتونو او مدیریتونو څخه په جلا جلا توګه ارزونه وکړه او د هرې برخې مسوولینو څخه یې په اړوندو برخو کې د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته ورته لازمې لارښونې وکړې.
د یادولو ده چې، د یاد پلاوي د ارزونې لړۍ به له دې زندان څخه دوام ولري. 

ربیع الثاني ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS