د کندز ولایت زندان ته د ژمنیو توکو د مرستې لومړۍ جوپه ورسېده

دغه جوپه چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د نوموړي ولایت له زندان سره شوې موخه ترې زندانیانو ته پاملرنه او هغوی له سړې هوا څخه خوندي ساتل دي، په یادې مرستې کې کمپلې، جرابې او پټوان شامل وو چې د دې زندان مسوولینو ته و سپارل شول.
په ورته وخت کې، د کندز زندان مسوولینو د مرکزي ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه و بلله او زیاته یې کړه چې یاد توکي به په پوره امانتوالۍ او روڼه توګه په زندانیانو ووشي.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د کال په هر موسم کې د زندانیانو، محجوزینو او توقیفیانو لپاره د اړتیا وړ توکي برابر کړي څو نوموړو لپاره په زندانونو، اصلاح او روزنې مرکزونو او توقیفخونو کې د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې شي.
جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت