د کندز ولایت زندان ته د ژمنیو توکو د مرستې لومړۍ جوپه ورسېده

news_admin
Tue, Nov 21 2023 2:54 PM
kunduz

دغه جوپه چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د نوموړي ولایت له زندان سره شوې موخه ترې زندانیانو ته پاملرنه او هغوی له سړې هوا څخه خوندي ساتل دي، په یادې مرستې کې کمپلې، جرابې او پټوان شامل وو چې د دې زندان مسوولینو ته و سپارل شول.
په ورته وخت کې، د کندز زندان مسوولینو د مرکزي ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه و بلله او زیاته یې کړه چې یاد توکي به په پوره امانتوالۍ او روڼه توګه په زندانیانو ووشي. 
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د کال په هر موسم کې د زندانیانو، محجوزینو او توقیفیانو لپاره د اړتیا وړ توکي برابر کړي څو نوموړو لپاره په زندانونو، اصلاح او روزنې مرکزونو او توقیفخونو  کې د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې شي.

جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS