ولایتي خبرونه (میدان وردګ- بغلان- سرپل- بامیان) د میدان وردګو ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د جلرېز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه و

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۶:۱۷
hop

د میدان وردګو ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د جلرېز ولسوالۍ ته په سفر لاړ او هلته یې د توقیفخونې له مسوولینو سره د توقیفیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی او بېلا بېلې تعمیراتي او روغتیايي چارې، په جلا جلا توګه وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت  له ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز  سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف له لوري چې د ژمي لپاره توده جمپرونه ، بوټونه، پټوګان، خولۍ ، دسکشو او جورابو په شمول یو شمېر نور لازم توکي شامل دي د نوموړو  مرکزونو مسوولینو ته وسپارل شول.
په ورته وخت کې، د دغه ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستندویه ادارې څخه د مننې ترڅنګ یادې مرستې اړینې و بللې او ویې ویل چې یاد توکې به په پوره امانتوالۍ او روڼه توګه په محجوزینو او ښځینه محبوسینو ووشي. 
                                                                                                                                           د یو بل خبر له مخې، د سرپل ولایت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر پلاوي د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل او په اړوندو موضوعګانو یې ورسره خبرې وکړې.
داراز، نوموړي پلاوي د دې زندان له پرسونل او زندانیانو سره هم ولیدل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه څو ځانونه په نبوي سنتو برابر او پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کړي.

بل لور بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د بامیان ولایت د زندان د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په هدف یو ورځینی سیمینار وړاندې شو.
د بامیان د زندان د مسولینو په وینا، یاد سیمینار یې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل کړی چې له دې سره به د دې زندان کارکونکو ته د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې‌، اباتې‌، دبندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول. 

رجب المرجب ۲۴/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۴:۱۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس ښوونیز او روزنیز بهیر ارزونه وکړه

 

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په داسې حال کې چې د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري، د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي عبدالمالک خاکسار او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار ترسره شو  

د دغه مرکز د رئیس محترم مولوي شرافت الله حقاني په وینا نن ورځ یې د دې مرکز د محجوزینو لپاره (د ټولنې اړتیا ځوانانو ته) تر نوم لاندې  یو ورځیني سمینار چې په کې مختلف اصلاحي لارښوونې او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۲۸
Background image

ولايتي خبرونه( غزني، ننګرهار، بادغیس) د غزني او ننګرهار ولایتونو له زندانونو څخه سلګونه تنه زندانیان خوشې او د سلګونو تنو د بند په موده کې تخفیف راوستل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) د شفقت او مهربانۍ له مخې د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان او د سترې محکمې د حکم په اساس ځیني زندانیان چې په. . .

BACK TO NEWS